د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۱:۴۲

د چارو د ښه سمون او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالغفار غفوري په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه جوړه شوه، چې د ریاست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د م (۴۰) دفترونو د تجدید پر څرنګوالي خبرې وشوې او د یاد ریاست اړوند د کارکوونکو یو ټیم ته دنده ورسپارل شوه چې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو اړوند اسناد راټول کړي.

همداراز په دې غونډه کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو په بایومټریک پروسې کې د چټکتیا او اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه هم خبرې وشوې او محترم مولوي عبدالغفار غفوري له کارکوونکو وغوښتل چې له مراجعینو سره دې د ښه سلوک او نیک چلند څخه کار واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS