د بغلان ولایت د اندرابونو ولسوالیو کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د اسنادو د بررسۍ بهیر پېل شو

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۴۸
mmd

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد په مشرۍ پلاوي، د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت په بهیر کې د پوره شفافیت د تأمین په موخه، د یاد ولایت په اندرابونو ولسوالیو کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د اسنادو د بررسي پروسه پېل کړه.

یاد پلاوی به، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د منظور شوې طرحې پر بنسټ، د یتیمانو، کونډو او معلولینو د اسنادو سروې او ارزونه په دقیق او هر اړخیز ډول ترسره کړي، تر څو واقعي مستحقین په سمه توګه وپېژندل شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د یاد پلاوي له لوري د بغلان ولایت اړوند یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د یتیمانو، کونډو او معلولینو اسناد له نږدې ارزول شوي وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS