د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د عزیزي بانک ځانګړي کارتونه ورکول کېږي

content_admin
Sat, May 30 2020 8:48 AM
dd

د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د عزیزي بانک ځانګړي کارتونه ورکول کېږي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو د ثبت او د حقوقو اخیستو پروسه کې د اسانتیاوو، روڼتیا او چټکتیا رامنځته کولو په موخه عزیزي بانک سره د یوه هوکړه لیک پر بنسټ د (پریپیډ کارت) نوی سیستم تطبیقوي.

د یاد سیستم په تطبیق سره به د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د هېواد په (۳۱) ولایتونو کې د حقوقو اخیستو، بانکي کارتونو ترلاسه کولو او بانکي خدمتونو په برخه کې سهولتونه رامنځته شي.

د عزیزي بانک له یاد کارت څخه په ګتې اخیستنې د شهیدانو وارثین او معلولین کولای شي د مرکز او ولسوالیو په کچه له (ATM) او (POS) ماشینونو څخه په اتومات ډول خپلې پیسې ترلاسه کړي. دا ماشینونه به په ۳۱ ولایتونو کې فعال وي او یاد قشر به په ورځني ډول ترې خپل حقوق ترلاسه کوي.

همدارنګه د یاد کارت په وسیله د شهیدانو وارثین او معلولین د لیرو پرتو ولسوالیو په مرکزونو کې د عزیزي بانک له ګرځنډه ډلو څخه هم خپل حقوق ترلاسه کولای شي.

د روڼتیا د تامین په موخه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د دې کارت په وسیله کولای شي هر مهال د ورکړل شویو او پاتې حقوقو کچه په مستقیم ډول وویني.

د یادونې وړ ده، چې یاد کارت ځانګړی کوډ لري او یوازې د شهیدانو وارثین او معلولین ترې ۲۴ ساعته ګټه اخیستلای شي. همدا ډول عزیزي بانک د دې سیستم له لارې د شهیدانو د ورثې او معلولینو په ګرځنده ټېلفونونو کې د (ایس ایم ایس) سیستم هم فعالوي، چې د دوی حسابونو ته د حقوقو له لېږد سره به هممهاله د خبرتیا پیغام ترلاسه کوي

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Thu, Jul 29 2021 11:52 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ رهبریتی بوییچه مجلیس اوتکزدی

شنبه ۱۲ سرطان آیی ۱۴۰۰ ییل

   پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری رهبریتی ده مجلیس اوتکزدی.

     بو مجلیس ده شهدا و ناگرانلر نینگ اسنادلری نی تطبیق و برسی قیلیش،. . .

BACK TO NEWS