د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې دوه تنه نوي آمرین کارکوونکو ته معرفي شول

asad_admin
Sat, Jun 13 2026 8:35 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د حکم او لزوم پر اساس، محترم الله محمد دوست د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو په ریاست کې د پلانونو او ګزارشاتو د تحلیل او توحید د نوي آمر په توګه او محترم خان افضل د دېټابېس او معلوماتو د سیسټم په ریاست کې د MIS سیستم د آمر په توګه اړوندو کارکوونکو ته معرفي او خپلې چارې پیل کړې.

د یادو آمرینو د معرفي په مراسمو کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني، د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنیني چارو رئیس محترم مولوي ثناءالله فرقاني، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین درویش، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د ډیټابیس او معلوماتي سیسټم رئیس محترم ملا رحمت الله خالد، یو شمېر آمرینو او کارکوونکو شتون درلود.

محترم مولوي کلیم الله افغان د یادو آمرینو د معرفي په مراسمو کې وویل چې تغییر، تبدیل او ارتقاء په ادارو کې د مشرانو د لزوم‌دید، مصلحت او د کاري اړتیاوو پر بنسټ ترسره کېږي، ترڅو اداري چارې لا پیاوړې شي، د خدمتونو کیفیت لوړ شي او د ادارې موخې په اغېزمن ډول ترلاسه شي.

نوموړي زیاته کړه: موږ او تاسو ته د ټولنې د یوه باعزته قشر د خدمت کولو ستر مسؤلیت را سپارل شوی دی، نو اړینه ده چې هر کارکوونکی د خپل مسلکي، علمي او تخنیکي ظرفیت د لا پرمختګ لپاره هڅه وکړي، خپل مهارتونه لوړ کړي او خپلې دندې په پوره صداقت، امانتدارۍ او مسؤلیت سره ترسره کړي. هغه ټینګار وکړ چې سپارل شوی امانت باید په غوره توګه ادا شي او مراجعینو ته معیاري او اغېزمن خدمتونه وړاندې شي.

ورپسې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د استخدامي چارو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې په وزارت کې ټولې ګمارنې د اصولو سره سم او د منظور شوي لارښود له مخې ترسره کېږي، ترڅو په استخدام کې د شفافیت او مسلکي معیارونو رعایت کول یقیني شي.

د کارکوونکو د چارو محترم رئیس له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې لا زیات مسؤلیت‌پذیر واوسي، خپلې مسلکي وړتیاوې پیاوړې کړي او چارې د منظور شویو پلانونو او ټاکل شویو موخو له مخې پر مخ یوسي. نوموړي نویو آمرینو ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې محترم الله محمد دوست تر دې وړاندې د ام، آی، اس د سيسټم آمر په توګه او محترم خان افضل د پلانونو او ګزارشاتو د توحید او تحلیل د آمر توګه دنده ترسره کوله.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Thu, Jul 29 2021 11:52 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ رهبریتی بوییچه مجلیس اوتکزدی

شنبه ۱۲ سرطان آیی ۱۴۰۰ ییل

   پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری رهبریتی ده مجلیس اوتکزدی.

     بو مجلیس ده شهدا و ناگرانلر نینگ اسنادلری نی تطبیق و برسی قیلیش،. . .

BACK TO NEWS