د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۸۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو راکمولو او هغوی ته د ژوند آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې وزارت کې پر (۸۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.
یاد ویلچرونه د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤ الدین سعد، د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید او د څارنې او ارزونې ریاست استازي محترم محمد شفیق شېرزاد په شتون کې په شفاف او منظم ډول مستحقو کسانو ته ورکړل شول.
