په بغلان ولایت کې يو شمېر مستحقو کسانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې
د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ په موخه، د یاد ولایت اړوند پر یو شمېر مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې نغدي مرستې ووېشلې.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي احسان الله عابد او د رياست ځینو کارکوونکو هم شتون درلود.
