د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د فعالیتونو او کړنو څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
Wed, Sep 03 2025 2:22 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار په مشرۍ یو پلاوي چې د څارنې او ارزونې ریاست اړوند دوه تنو کارکوونکو هر محترم محمد شفيق شېرزاد او محترم محمد فاروق ځلاند یې ملتیا کوله، د بلخ  ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ١٤٠٤ مالي کال کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه او همداراز د اداري برخو څخه په دقیق ډول بررسي او ارزونه ترسره کړه.

د څارنی او ارزوني د پلاوي اصلي موخه د سپارل شویو دندو او مسؤلیتونو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول، د وړاندې شویو خدمتونو په برخه کې د شفافیت معلومول او یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د شته نیمګړتیاوو پيژندل وو.

د دې ارزونې پر مهال د‌ شهيدانو کورنيو او معلولینو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه شوې او د حل په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

په پام کې ده د یادې ارزونې د پایلو راپور به د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له مشرتابه سره شریک شي.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی دولت‌میز نینگ بیر تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشدی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی افغانستان تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشیب شهیدلر ورثه سی و ناگرانلر تورمیش طرزینی حقیده تولیق بحث لشدی.

فاروقی جنابلری. . .

BACK TO NEWS