معلوليت يوه نړيواله پديده ده او ټول دولتي او خصوصي بنسټونه يې پر وړاندې خدماتي مسووليت لري

sadiq_admin
Sat, Nov 28 2020 9:08 AM
dsd


معلوليت يوه نړيواله پديده ده او ټول دولتي او خصوصي بنسټونه يې پر وړاندې خدماتي مسووليت لري

نن د ليندۍ په ۵مه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ، د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د غوره خدمتونو ترسراوي په موخه نږدې د (۳۵) دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

د ناستې په پيل کې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د برنامو او همغږۍ مرستيالې صبرۍ اندړ، له نږدې (۳۵) دولتي ادارو څخه راغلو استازو ته ښه راغلاست ووايه او د معلوليت لرونکو وګړو او شهيدانو ورثې ستونزو ته د رسيدنې لپاره يې د وزارتونو ترمنځ د زياتې همغږۍ غوښتنه وکړه.

آغلې اندړ زياته کړه، چې معلوليت يوه نړيواله پديده ده او ټول دولتي او خصوصي بنسټونه يې پر وړاندې خداماتي مسووليت لري.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د پلان او پاليسۍ رئيس محمد اقبال قيام، د پرزينټيشن په بڼه له ګډونوالو سره د ياد وزارت د معلولينو لپاره د تېرو کلونو کاري راپور شريک کړ او د راتلونکي کال لپاره يې له ټولو وزارتونو وغوښتل چې، له دوی سره په همغږۍ بايد معلوليت لرونکو وګړو ته په خپلو کاري پلانونو کې ځانګړی ځای ورکړي.

له وزارتونو راغلو استازو په نوبت د معلولينو د ژوند د ښه والي په پار، خپل وړانديزونه او پلانونه د وزارت له مشرتابه هئيت سره شريک کړل او ټينګار يې وکړ، چې د معلوليت لرونکو وګړو لپاره به هره اداره په اړوند کاري ساحه کې د هغوی د معشيت، زده کړو، روغتيا، بيارغونې، کارموندنې او د ژوند په نورو برخو کې خپل مسوليت په سمه بڼه ادا کوي او په پای کې هوکړه وشوه چې په دې اړوند ترسره شويو خدمتونو راپور به، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت سره شريکوي.

 

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Thu, Jul 29 2021 11:52 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ رهبریتی بوییچه مجلیس اوتکزدی

شنبه ۱۲ سرطان آیی ۱۴۰۰ ییل

   پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری رهبریتی ده مجلیس اوتکزدی.

     بو مجلیس ده شهدا و ناگرانلر نینگ اسنادلری نی تطبیق و برسی قیلیش،. . .

BACK TO NEWS