د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت غوره کارکوونکي وستایل

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۱ - ۱۵:۱۲
mmd


د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت غوره کارکوونکي وستایل شوه

نن سه شنبه (د مرغومي ۱۰) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رهبرۍ خپلو هغو کارکوونکو ته چې له ځانه یې وړتیا ښودلې وه او ورسپارل شوي مسولیتونه یې په سمه توګه سرته رسولي وو، دریمه درجه ستاینلیکونه ورکړه.
په دې ستاینغونډه کې د تخنیکي چارو مرستیالې او د وزارت سرپرستې جمیلې نورستانۍ، د مالي او اداري چارو مرستیال دل آقا صوفي زاده، رییسانو، مشاورینو او ګڼو کارکوونکو ګډون درلود.
آغلې جمیلې نورستانۍ د وزارت د تېر کال فعالیتونو په اړه خبرې وکړې وویل، چې د وزارت د رامنځته کېدو په پیل کې ګڼو ستونزو سره مخامخ وو، خو د همدغو کارکوونکو صادقانه کار، هلې ځلې او کوښښونه و، چې نن د یوه منظم سیستم شاهدان یو. نوموړې ټولو کارکوونکو ته د ستاینلیکونو ترلاسه کولو مبارکي وویله، زیاته یې کړه، چې کارکوونکي له دې د زیاتې ستاینې او هڅونې مستحق دي.
د غونډې په پای کې د وزارت د مرستیالانو، رییسانو او مشاورینو په لاسونو غوره کارکوونکو ته ستاینلیکونه ووېشل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یوه بالمقطع خالي بست لپاره ازموینه واخیستل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د دې وزارت اړوند د یوه بالمقطع خالي بست لپاره ازموینه واخیستله، په دې ازموینه کې درې تنو په شرایطو وړ کسانو د ازاد رقابت له لارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

BACK TO NEWS