په ارزګان ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې
د ارزګان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د نداء الخير مرستندويه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې او هر مستحق ته (۲۶۲۰) افغانۍ ورکړل شوې.
د ارزګان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عتیق الله منظور دنداء الخیر موسسې له مرستو او همکاریو څخه د مننې تر څنګ وویل چی د یتیمانو کونډو معلولینو او نورو بېوزلو کورنیو لاسنيوی د ټولنې ګډ مسئولیت دی، نوموړي د نورو خیریه بنسټونو څخه هم وغوښتل چې د ټولنې زیانمنو او اړمنو کورنیو د ملاتړ په برخه کې خپلې مرستې لا زياتې کړي.
