د هرات ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۹:۴۵

د سپارل شوو چارو د ښه ترسره کولو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د هرات ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منير په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

محترم مولوي میر احمد منير اړوند مدیرانو ته لارښوونه وکړه چې خپل سپارل شوي مسؤلیتونه د خلفای راشدینو رضی الله عنهم د عدالت، امانتدارۍ، صداقت او ولس ته د خدمت د تګلارې په څېر په پوره اخلاص او ژمنتیا ترسره کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې اداري دندې یو ستر امانت دی او هر مدیر باید د خپلو دندو په ترسره کولو کې عدالت، شفافیت او د خلکو خدمت خپل لومړیتوب وګرځوي.

وروسته ټولو مدیرانو د خپلو کاري برخو په اړه خپل نظریات، وړاندیزونه او شته ستونزې مطرح کړې او د یادو ستونزو د حل او د اداري چارو د لا ښه والي په موخه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

غونډه د چارو د ښه تنظیم، متقابلې همغږۍ او د سپارل شویو مسؤلیتونو د لا ښه ترسره کولو په سپارښتنو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۲۱
Background image

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني يې ملتیا کوله،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۷
Background image

په کندز ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې چې هر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې له (۲۲) تنو کارکوونکو څخه د یوې زده کړه ئیزې برنامې له بشپړولو وروسته ازموینه واخیستل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست د ظرفیت لوړولو او ادارې پراختیا آمریت له لوري د یاد وزارت د (۲۲) تنو کارکوونکو لپاره د کمپیوټر او انګلیسي ژبې په برخو کې یو زده. . .

BACK TO NEWS