د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو لپاره درې‌ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۴۳

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کارکوونکو د کاري وړتیاوو د لوړولو او د چارو د لا ښه ترسره کولو په موخه، د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو د مدیرانو لپاره درې‌ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل کړ.

په دغه روزنیز ورکشاپ کې ګډونوالو ته د نوي برېښنايي سیسټم، د محاسبې او تأدیاتو د برخو، همدارنګه یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د میاشتنیو نغدي مساعدتونو د ورکړې د څرنګوالي په اړه لازمې مسلکي زده‌ کړې وړاندې کېږي.

همداراز د ورکشاپ په ترڅ کې د مراجعینو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د ښه والي، د لازمو اسانتیاوو د برابرولو او د اړوندو چارو د لا اغېزمن ترسره کولو په موخه به هم ګډونوالو ته روزنه ورکړل شي.

د یاد ورکشاپ موخه د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د اداري چارو معیاري کول او د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د خدمتونو د کیفیت ښه والی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۲۸
Background image

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د ولسوالیو مديرانو لپاره د نوي بريښنايي سيسټم له لارې د مياشتني نغدي مساعدتونو د ورکړې بهير، د هغوی د کاري وړتياوو د لوړولو او ځینو برخو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۱۱
Background image

د هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د اجراآتو ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوی چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندز ولایت کې یو شمېر یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو پروګرام له بشپړولو وروسته د کار وسایل ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې مرستندویه مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز، امام صاحب او علي آباد ولسوالیو کې د یو شمېر یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ،. . .

BACK TO NEWS