د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني نورستان ولایت ته سفر وکړ
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ عبدالحکیم حقاني نورستان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له محترم والي او مرستیال والي سره وکتل او په بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په دې سفر کې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک، د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج فیض الله جواد او د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مفتي عبیدالله حقاني هم د محترم شیخ صاحب ملتیا کوله.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د خپلو لیدنو په ترڅ کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شوو کورنیو سره یې له نږدې لیدنه وکړه، د پېښې له امله د رامنځته شوې مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او زیانمنو کورنیو ته یې د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل.
محترم شیخ عبدالحکیم حقاني د سېلابونو له امله د شهیدانو پاکو ارواحو ته یې دعا وکړه او ټپیانو ته یې د لوی څښتن تعالی جل جلاله له درباره د عاجلې او بشپړې روغتیا هیله څرګنده کړه.
