په کاپيسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې
د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او د هغوی اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې دوه بوری اوړه، درې بوتله غوړي، بوره او ځینې نور خوراکي مواد او همداراز د حفظ الصحې توکي شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوی ګل خان ګل محمد او د خیریه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.
