د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ (د ډسمبر دریمه) به په نوې بڼه ونمانځل شي

mmd_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۶ - ۹:۴۴
انځور

د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ (د ډسمبر دریمه) به په نوې بڼه ونمانځل شي

نن یکشنبه د (لړم میاشتې ۵) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په مشرۍ د غازي آمان الله خان د غونډو په تالار کې د معلولیت لرونکو وګړو په برخه کې د فعالو موسسو له مسولینو سره د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې(د ډسمبر دریمې) نمانځنې په موخه ناسته وشوه، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار ښاغلي عمرا خان منیب هم پکې ګډون درلود.
په پیل کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د هېواد له اجراییه رییس او د یادو موسسو له مسولینو مننه وکړه، چې د نابینایانو نړیوالې ورځې نمانځنه کې یې مثبت نقش ترسره کړ. ښاغلي آریوبي د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په اړه وویل، چې دا ځل باید د ډسمبر دریمه د نورو کلونو په پرتله متفاوته او په داسې بڼه ونمانځل شي، تر څو د پام وړ لاسته راوړنې او د یاد قشر د ژوند د بدلون لپاره مثبتې پایلې ولري. ښاغلي آریوبي ټینګار وکړ، چې ټولې همکارې موسسې دغې مهمې برنامې د ښه ترسراوي لپاره تخنیکي مرسته او هر اړخیزه همکاري وکړي.
په دې ناسته کې د ولسمشر سلاکار ښاغلي عمرا خان منیب او د معلولیت اړوند موسسو مسولینو د یادې ورځې د غوره نمانځنې په موخه خپل نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې مطرح کړې وویل، چې په دې اړه باید په پراخه کچه عامه پوهاوی ترسره شي، د معلولیت لرونکو وګړو بنسټیزې ستونزې په نښه او حل لارې یې وڅېړل شي او ټولو ولایتونو ته د دې ورځې د نمانځلو په اړه رسمي مکتوبونه واستول شي. دوی ټینګار وکړ، چې د هېواد رسنۍ باید په دې برخه کې د معلولیت لرونکو وګړو ملاتړ وکړي، تر څو غوښتنې یې په لویه کچه انعکاس او غږ یې تر ملي او نړیوالو بنسټونو ورسیږي.
په پای کې د ډسمبر د دریمې ورځې د نمانځلو په موخه د وزارت او یادو موسسو د استازو یوه مشترکه کمېټه جوړه شوه او د دې ورځې د نمانځنې د ټولو تخنیکي چارو د ترسراوي مسولیت ورکړل شو.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

په کندهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقینو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو کونډو باندې خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

په بلخ ولایت کې له (١١٠ ) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د شهیدانو او معلولینو پر (١١٠) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او عادلانه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۷
Background image

د فراه ولایت والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د فراه ولایت محترم والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له فعالیتونو، کړنو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه ليدنه وکړه، د لیدنې پر مهال د یاد ریاست. . .

BACK TO NEWS