د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم معینانو او رئیسانو په کندهار ولایت کې د وزارتونو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي درې ورځیني سیمینار کې ګډون وکړ

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۳۷

په کندهار ولایت کې د وزارتونو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي ځانګړي سیمینار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان او د یاد وزارت ټولو مرکزي او ولایتي رئیسـانو ګډون کړی وو.

په دې سیمینار کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ګډونوالو ته لازم هدایات، مهمې سپارښتنې او هر اړخیزې توصیې وکړې، عالیقدر امیر المؤمنین صاحب د مسؤلینو خدمتونه وستایل او د قرآن کریم او د نبوي صلی الله علیه و سلم سنتو په رڼا کې یې تفصیلي ویناوې وکړې.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د وزارتونو مسؤلینو ته وفرمایل: خیر الناس من ینفع الناس، په خلکو کې د خیر خلک هغه دي، چې خلکو ته یې نفع رسېږي. اسلامي امارت د مسلمانانو د وکالت او نمائنده ګۍ مقام دی، اسلامي امارت به د مسلمانانو د دين او عقیدې ساتنه کوي، خلکو ته به دین او شریعت ورښيي، د خلکو امنیت به ساتي، د یتیمانو، کونډو، غریبانو، بې سرپرسته کورنیو کفالت به کوي.

همداراز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل: د شهیدانو او معلولینو وزارت هر کال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته مقرره ماهانه ورکوي، همدارنګه اسلامي امارت په یوه فرمان کې یاد وزارت ته فوق العاده امر کړی دی، چې د دوو اندامو معلول سره نغدي مرستې ترسره کړي او د مجردو شهیدانو کورنیو ته هم امتیاز ورکړي.

په پای کې ټولو علماء کرامو او مسؤلینو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي دي او ملاتړي به وي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

په کندهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقینو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو کونډو باندې خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

په بلخ ولایت کې له (١١٠ ) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د شهیدانو او معلولینو پر (١١٠) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او عادلانه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۷
Background image

د فراه ولایت والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د فراه ولایت محترم والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له فعالیتونو، کړنو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه ليدنه وکړه، د لیدنې پر مهال د یاد ریاست. . .

BACK TO NEWS