د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو بررسي پیل شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۹:۲۳

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم علي جان یې ملتیا کوله، د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ۱۴۰۳ مالي کال کې د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو څخه هر اړخیزه بررسي پیل کړه.

د دې بررسي اصلي موخه د ۱۴۰۳ کال د بودیجې د مصرف د څرنګوالي معلومول، د مخکیني پلاوي سپارښتنو تعقیبول، د وړاندې شویو خدمتونو  د شفافیت معلومول او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې شته ستونزې او نیمګړتیاوو پیژندل دي.

په پام کې ده چې یاد پلاوی به د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د وړاندې شویو خدمتونو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت بهیر او د یاد ریاست له نورو اداري چارو څخه په هر اړخیز ډول بررسي ترسره کړي او پایلې به یې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۶
Background image

په کندهار ولایت کې پر (۵۰۰) مستحقو کورنيو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو رياست د ژمي موسم په رانږدې کيدو سره د شهیدانو او معلولینو کورنیو د لاسنیوي په موخه، د يوې خيريه مؤسسې په همکارۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۵۰۰) مستحق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۵
Background image

په لوګر ولایت کې (۱۰۲) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د ستونزو راکمولو په موخه د احساس خیریه مؤسسې په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۱۰۲) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنیوی او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو. . .

BACK TO NEWS