په کندهار او زابل ولایتونو کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۹:۳۰

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د کندهار او زابل ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاستونو کې د دعوت او ارشاد اړوند له چارو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

د دې ارزونې پر مهال کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد چارو په هکله لازمې لارښوونې وشوې او د ریاستونو اړوند د دعوت او ارشاد له مسؤلینو سره یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۲
Background image

په بلخ ولایت کې له (۸۰۰) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۸۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۳۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۳۵۰) تنو مستحقینو ته د خوراکي توکو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د معلولینو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د یوه ملي سوداګر په مالي ملاتړ پر (۳۵۰) تنو مستحقو معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۳۶) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د (۳۶) میلیونه او (۵۹) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS