د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس د محترم مولوي کلیم الله افغان لخوا د یاد ریاست کارکوونکو ته معرفي شو

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۴۷

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وړاندیز له مخې، محترم ملا عبدالحکیم دانش د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې د اړوند ریاست کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.

محترم ملا عبدالحکیم دانش تر دې وړاندې د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د رئیس په توګه دنده ترسره کوله، چې د زابل ولایت اړوند د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ستونزو او اړتیاوو د حل په برخه کې د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۹:۲۱
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شیګل ولسوالۍ اړوند (۲۵۰) تنو یتیم زده کوونکو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، همداراز د اسعد آباد ښار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۹:۱۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د دې وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ، د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۷
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د ژوند د ښه والي او همداراز د هغوی څخه د دوامداره ملاتړ په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

BACK TO NEWS