په تخار ولایت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د اسنادو د سروې بهیر پیل شو

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۱:۳
mmd

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لخوا د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو د اسنادو د سروې او بررسۍ لړۍ په رسمي توګه پیل شوه.

یاد بهیر چې د دې ریاست د رئیس محترم قاري شمس‌الامین زهیر په مشرۍ پیل شو، موخه یې دا ده چې د شفافیت اصل ته پوره درناوی وشي او مستحق کسان له غیر مستحقو څخه په بشپړ ډول جلا شي.

همداراز دا سروې به مرسته وکړي چې نغدي مرستې او نور امتیازات یوازې هغه کسان ترلاسه کړي چې واقعاً ورته اړتیا لري.

د سروې په ترڅ کې به د مستحقو کسانو حقوق خوندي شي او د مرستو ویش به د عدالت او  شفافیت پر بنسټ ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

BACK TO NEWS