په ننګرهار ولایت کې پر (۳۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۳۹

د ننګرهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اچ، اچ، آر، ډي مؤسسې سره په همغږۍ په خوګیاڼې ولسوالۍ کې پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې پنځه (۵) ډوله خوراکي توکي او د جامو ګنډلو رخت شامل وو، په منظم او شفاف ډول ووېشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک او د خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود او د مرستو د وېش له پروسې څخه یې نظارت وکړ.

د یادونې وړ ده چې یادې مؤسسې تر دې وړاندې هم د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې له سلګونو تنو یتیمانو سره ورته مرستې ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

BACK TO NEWS