د پنجشېر ولایت په آبشار ولسوالۍ کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د اسنادو د بررسۍ بهیر پېل شو

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۹:۲۳
mmd

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي کمال الدین رحیمي په مشرۍ پلاوي، د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت په بهیر کې د پوره شفافیت د تأمین په موخه، د یاد ولایت په آبشار ولسوالۍ کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د اسنادو د بررسي پروسه پېل کړه.

یاد پلاوی به، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د منظور شوې طرحې پر بنسټ، د یتیمانو، کونډو او معلولینو د اسنادو سروې او ارزونه په دقیق او هر اړخیز ډول ترسره کړي، تر څو مستحق کسان له غیر مستحقو کسانو څخه په سمه توګه جلا شي.

دا هم باید وویل شي چې یاد پلاوي تر دې وړاندې د پنجشېر ولایت په عنابه او پریان ولسوالیو کې هم د یتیمانو، کونډو او معلولینو د اسنادو څخه ارزونه ترسره کړې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

BACK TO NEWS