په پکتیکا ولايت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د سروې او بررسۍ پروسه پېل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري د نویو ترتیب شوو فورمو پر بنسټ، د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ټول ولایت په کچه د یتیمانو، کونډو او معلولینو د سروې او بررسۍ لړۍ پېل شوه.
یاده سروې د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج په مشرۍ د ځانګړې ټاکل شوې کمیټې له لوري ترسره کېږي.
محترم مولوي محمد نبي وهاج د دې پروسې د پېل اصلي موخه د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت په پروسه کې د پوره شفافیت تأمین، د ملي بوديجې د ضایع کیدو څخه مخنيوی او په بشپړه توګه د جعل او تزوير له منځه وړل یاد کړل، نوموړي همداراز ټينګار وکړ چې په دې سره به، یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولیت لرونکو وګړو ته، د میاشتني نغدي مساعدتونو د وېش په بهیر کې لازمې اسانتياوې برابرې شي.
د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې کمیټه به د شته اسنادو، پېژندپاڼو او فزیکي مشاهدې پر بنسټ د یتیمانو، کونډو او معلولینو سروې او بررسۍ ترسره کړي.