د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو پلاوي نیمروز ولايت ته سفر وکړ

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۴۶

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ يو پلاوي نیمروز ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د فعالیتونو او کړنو څخه بررسي او ارزونه پیل کړه.

ټاکل شوې ده، ياد پلاوی به، په نیمروز ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنۍ نغدي مساعدتونو د وېش او همداراز هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی په هر اړخیزه توګه وڅیړي او په یاد ریاست کې به شته ستونزې په نښه او د حل په موخه به یې مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

BACK TO NEWS