په کنړ ولايت کې د یو شمېر مستحقو کسانو لپاره د حرفوي زدکړو پروګرام پیل شو

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۹:۱۱
mmd

د کنړ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د مستحقو کسانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه د اچ، اچ، آر، ډي مرستندويه مؤسسې سره په همغږۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د (۲۸) تنو یتیمانو او معلولينو لپاره د خیاطۍ او موبایل ترمیم په حرفو کې پنځه میاشتنی روزنیز پروګرام پیل کړ.

د دې ترڅنګ د (۳۸) کونډو مېرمنو سره د اقتصادي ځان بسیاینې په برخه کې هم‌ مرستې ترسره شوې.

د یاد روزنیز پروګرام د پرانیستلو پر مهال د کنړ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مفتي عبید الله حقاني د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبرۍ له ځانګړې پاملرنې او شفقت څخه د مننې ترڅنګ، له اچ، اچ، آر، ډي نړېوالې مؤسسې یې هم قدرداني وکړه، چې تل یې د ټولنې دې اړمن قشر ته لازمه پاملرنه کړې ده.

د يادونې وړ ده چې‌ د دې پروګرام له بشپړيدو وروسته به، فارغ شويو زده کوونکو ته د حرفې اړوند وسایل په واک کې ورکړل شي او په دې سره به هغوی وکولای شي چې د خپلو کورنيو د اقتصادي ځان بسیاينې په برخه کې پوره ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۹:۷
Background image

په پروان ولايت کې د‌ شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم علي جان محمدي یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۹:۶
Background image

په لغمان ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې شپږ ډوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۳۵) تنو مستحقو کسانو باندې د زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو او یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ، (۳۵) تنه مستحق یتیمان او معلولین د زرنج نقلیه وسایطو څخه برخمن کړل،. . .

BACK TO NEWS