په کابل ولایت کې پر یو شمېر مستحقو کسانو باندې اختریزې ډالۍ ووېشل شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۹:۱۰
mmd

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کوچني اختر په ورځو کې د یو شمېر یتیمانو او معلول ماشومانو لپاره اختریزې ډالۍ چمتو کړې وې، یادې ډالۍ د محترم قاري شمس الامین زهیر له لوري هغو ماشومانو ته ووېشل شوې چې پرته له سرپرست څخه په کور کې ژوند کوي.

محترم قاري شمس الامین زهیر په ډیرې مهربانۍ او شفقت سره هر ماشوم یتیم او معلول ته اختریزه ډالۍ ورکړه او ورته یې ډاډ ورکړ: "تاسو یوازې نه یاست، موږ ستاسو ترڅنګ ولاړ یو".

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د ډالېو په ورکړۍ سره د یتیمانو او معلول ماشومانو زړونو ته امید او خوښي وبښله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

BACK TO NEWS