په زابل ولایت کې پر (۳۸۵) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۵:۲۶
mmd

په یادو مرستو کې چې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا او نور خوراکي مواد شامل وو، د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ سره په همغږۍ پر (۳۸۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې په شفاف او منظم ډول ووېشل. 

د مرستو د وېش پر مهال د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش او د یاد خیریه بنسټ مسؤلینو شتون درلود.

محترم ملا عبدالحکیم دانش یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د مرستو چمتو کولو په پار د یاد خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه مننه وکړه او یاد قشر ته یې د مرستو برابرول د ځان او د ټولنې د هر شتمن وګړي ګډ مسؤلیت وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۲
Background image

په بلخ ولایت کې له (۸۰۰) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۸۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۳۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۳۵۰) تنو مستحقینو ته د خوراکي توکو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د معلولینو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د یوه ملي سوداګر په مالي ملاتړ پر (۳۵۰) تنو مستحقو معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۳۶) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د (۳۶) میلیونه او (۵۹) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS