په باميان ولايت کې پر (۹۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۰:۱۰
mmd

د بامیان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست پر (۹۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې، چې په هغه کې اوړه او غوړي شامل وو، او د یاد ولایت د والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي له لوري  د مستحقو کسانو لپاره ځانګړې شوې وې، په شفاف او منظم ډول ووېشل شوې.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د بامیان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم علي خان احمدي، د ولايت مقام استازي محترم حاجي محمد خان غازي هم شتون درلود.

محترم علي خان احمدي د بامیان ولایت د مقام څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: د ټولنې د دې اړمن قشر څخه ملاتړ يوه غوره فرهنګ دی، هغه همداراز د بامیانو ولايت د بېلابېلو ادارو څخه وغوښتل چې په مرستو کې یتیمانو او معلولینو ته لومړیتوب ورکړي.

همداراز، د بامیان ولایت د مقام استازي محترم حاجي محمد خان غازي د مرستو د وېش په پروګرام کې، د یتیمانو او معلولینو په ملاتړ او هغوی ته د نورو مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د‌ کابل ولايت اړوند پر (۸۱) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د امداد نور مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې پر (۸۱) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

BACK TO NEWS