دشهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست تخنیکي پلاوي پخپل وار سره د سرپل ولایت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم څخه څارنه ترسره کړه .

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست اړوند د ایم ای ایس آمر محترم انجنیر الله محمد دوست په مشرۍ یوه تخنیکي پلاوي چې محترم شکرالله اوریا، محترم بختیار اریوبی او محترم اجمل اندړ یې ملتیا کوله، دا ځل د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم له چارو څخه هر اړخیزه څارنه ترسره کړه او د یاد سیسټم د لامؤثریت په موخه یی اړوند کارکوونکو ته لازمې سپارښتنو او لارښونو تر څنګ محترم انجنیر الله محمد د سرعت سره سره د دقت په پام کی نیول اړین وبلل .
په ورته وخت کې د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس له یادی پروسی څخه خوښی څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې د تخنیکي ټیم له خوا ترسره شويو اصلاحاتو او سپارښتنو ته به پوره پاملرنه وکړي.