څلور سوه (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې په بلخ ولايت کې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولايت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې ژمني توکي چې په هغه کې البسه او کمپلۍ موجود وې، ووېشلې.