د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مستحقو کونډو ته د اقتصادي ځان بساینې به موخه د ثمرقند افغانستان ټولنیزې مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۰:۱
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د ثمرقند افغانستان ټولنیزې مؤسسې د پروژو مسؤل محترم اجمل بریالي ترمنځ لاسلیک شو، د هغه پر بنسټ به، په بلخ ولایت کې (۶۴) تنو مستحقو کونډو ته د اقتصادي ځان بساینې په موخه د خیاطۍ ماشینونه چمتو او ووېشل شي.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټولیز ارزښت اووه زره اته سوه اووه (۷۸۰۷) امریکایي ډالره دې چې د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ به تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS