په کنړ ولايت کې له یو شمېر معلولینو سره د اقتصادي ځان بساینې په موخه مرستې ترسره شوې

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۰:۵۹
mmd

د کنړ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د ميرمنو لپاره د مهارتونو د زده کړو او تحقيق مؤسسې سره په همغږۍ په دې ولايت کې (۱۲) تنو معلولینو ته د اقتصادي ځان بساینې په موخه مرستې ووېشلې چې په يادو مرستو کې هر معلول ته د اووه سوه او پنځوس (۷۵۰) امریکايي ډالرو په ارزښت (۴۶) ډوله اجناس او توکي خریداري او د هغوی په واک کې ورکړل شول.

د یادې مرستې د وېش پر مهال د کنړ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مفتي عبیدالله حقاني د یادې مؤسسې له مرستو څخه  مننه وکړه چې د یاد اړمن قشر لاسنیوی کړی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۷
Background image

په بلخ ولایت کې د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت اړوند شورتپې ولسوالۍ ته یې سفر پر مهال د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره یې له نږدې وکتل،. . .

BACK TO NEWS