د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو او کونډو ته د خوراکي توکو د چمتو کولو په موخه د احساس ټولنیزې خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۱:۲۳
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د احساس ټولنیزې خیریه مؤسسې مرستیال محترم روح الله صاحب زاده ترمنځ لاسلیک شو چې د هغې پر بنسټ به په هرات ولایت کې شپیته (۶۰) تنو کونډو او یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې غوړي، وریجې او بوره شامل دي، وویشل شي.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس د احساس ټولنیزې خیریه مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په هېواد کې یواځینی وزارت دی چې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خدمتونه وړاندې کوي. هغه همداراز د یادې مؤسسې له مسؤل څخه وغوښتل تر څو خپلې مرستې له دې وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي او په دې ترتیب سره به مرستې واقعي مستحقینو ته ورسیږي.

 په ورته وخت کې د یادې مؤسسې مرستیال محترم روح الله صاحب زاده یاد قشر ته د مرستو د چمتو کولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د دې پروژې ټوليز ارزښت دوه زره څلور سوه او پنځوس (۲۴۵۰) امریکائي ډالره دی چې په هرات ولایت کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS