په ننګرهار ولایت کې پنځه سوه (۵۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو د ژمنېو توکو مرستې ترلاسه کړې

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۹:۳۹
mmd

د ننګرهار ولایت مرکز او اړوند ولسوالېو پنځه سوه (۵۰۰) تنه مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د یوې خیریه مؤسسې له لوري او د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ د ژمنېو توکو مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلۍ شاملې وې، وویشل شوې.

د یادونې وړ ده چې د مرستو د ویش پر مهال د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د خیریه مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې دې اړمن قشر ( یتیمانو، کونډو او معلولینو) ته لا زیاتې مرستې چمتو کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS