د فراه ولایت په مرکز کې د شهیدانو، معلولینو او کونډو له (۵۰۰) کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۲:۲۳
mmd

فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د رئیس مولوي برهان الدین "حلیم" تر همغږي، څارنې او رهبري لاند‌ې د (IHH) مؤسسې له لوري د ترکیې هېواد په مالي ملاتړ د النصیر خیریه بنسټ په همکارې، د دې ولایت د شهیدانو، معلولینو او کونډو له (۵۰۰) کورنیو سره د بیلا بېلو خوراکي توکو مرسته وشوه.

په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته (۵) کیلو ګرامه سوجې، (۳) کیلو ګرامه بوره، (۳) کیلو ګرامه غوړي، (۵) کیلو ګرامه دال نخود، (۵) کیلو ګرامه لوبیا، (۳) کیلو ګرامه شین چای، (۲۰) کیلو ګرامه اوړه، (۱۰) کیلو ګرامه وریځې او (۵) کیلو ګرامه مکروڼي ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS