د سرپل د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۳ - ۹:۸
ZCS

د سرپل د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله

د سرپل د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د ولايت محترم مقام، د ولايتي شورا غړو، د مدني فعالانو، ديني عالمانو، د شهيدانو ورثينو، د معلوليت لرونکو وګړو او سلګونه ګډونوالو په شتون او ګډون سره د شهيد اوونۍ څخه نمانځنه وکړه.

د غونډې په پيل کې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د سرپل ولايت د آمريت آمر لخوا، د شهيدانو او معلولينو په چارو د دولت وزارت وزير، لعل الدين آريوبي پيغام د شهيد اوونۍ په مناسبت ګډونوالو ته ولوست.

د آريوبي صيب په پيغام کې راغلي و، چې د شهيد اوونۍ له نمانځلو موخه، د شهيدانو له قربانيو او ښرښندنو څخه ستاینه او راتلونکو نسلونو ته د هغوی د لارې تعقيبولو انګيزه ورکول دي.

د ښاغلي وزير صيب په پيغام کې له ولايتي آمرينو څخه غوښتنه شوې وه، چې د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو په پار د خدمت په برخه کې دې له ژمنتيا، ريښتينوالۍ، د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د غوره ژوند د اسانتياوو برابرولو او د مسوليتونو په سم ډول اجرا کولو له مخې دې خپلې دندې په پوره ايماندارۍ ترسره کړي.

همدارنګه د غونډې په بهير کې د غونډې نورو ګډونوالو هم د شهيدانو د قربانيو ستاينه وکړه او غونډه د سولې، ورورولۍ او جګړې د پای ته رسېدو په پار له دوعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یوه بالمقطع خالي بست لپاره ازموینه واخیستل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د دې وزارت اړوند د یوه بالمقطع خالي بست لپاره ازموینه واخیستله، په دې ازموینه کې درې تنو په شرایطو وړ کسانو د ازاد رقابت له لارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

BACK TO NEWS