‌د‌ پکتیکا ولايت اړوند (۱۴۰) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۲:۱۴
mmd

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د يوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۱۴۰) تنو مستحقو معلولينو باندې ويلچرونه ووېشل، د ویلچرونو سربېره هر مستحق سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس مولوي محمد حنيف سيف الخالد د موسسې له مرستو یې قدرداني وکړه او څرګنده یې کړه چې د معلولینو د ستونزو حل او د هغوی غوښتنو ته پاملرنه يو اخلاقي مسؤليت ګڼل کېږي. هغه زیاته کړه، چې د امکاناتو په شتون کې به له هرې ممکنې لارې د معلولینو ملاتړ او مرسته وکړي، څو هغوی لپاره په ورځني ژوند کې لازمې اسانتياوې برابرې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

BACK TO NEWS