۲۹ معلولیت لرونکو کسانو ته برقي ویلچرونه وویشل شول

sadiq_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۱۶:۴۵
fd

۲۹ معلولیت لرونکو کسانو ته برقي ویلچرونه وویشل شول

پنجشنبه-۱۴۰۰/۳/۶

د شهیدانو او معلولینو وزارت په کابل کې د ترکیې وسله والو ځواکونو او سرې میاشتې سره په همکارۍ د 29 معلولیت لرونکو وګړو لپاره چې مخکې یې د دې وزارت له خدماتو څخه ګټه نه وه اخیستې، عریضې یې د موظفې کمیټې له دقیقې ارزونې وروسته په کابل کې د ترکیې سرې میاشتې مشر احمد ضیا په شتون کې، برقي ویلچیرونه، صابونونه، بریښنایی څراغونه او چترۍ وویشل.

د شهیدانو او معلولینو وزارت د ټولنیزو خدماتو رییس سید عالم هاشمي د بریښنایی ویلچیرونو د توزیع پرمهال وویل چې دا ویلچیرونه هغو خلکو ته وویشل شول چې په عمومي فلج اخته دي، او یا دوه پښې یې قطع دي او تراوسه پورې یې د وزارت له لوري مرستې او خدمات نه دي ترلاسه کړې.

هغه معلولین چې ویلچیرونه یې غوښتل تر وړاندې دې وزارت ته عریضې وړاندې کړې وې چې له ډیر دقت او غور وروسته ویلچیرونه وړ اشخاصو ته وویشل شول.

د یادونې وړ ده چې د بریښنایی ویلچرونو اعلان لا دمخه د دې وزارت په ویب پاڼه او ټولنیزو ویب پاڼو له لارې خپره شوې او ټول شرایط یې ذکر شوي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS