.په کنړ ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۸:۵۵
mmd

د کنړ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د شهیدانو کورنيو او معلولینو د ملاتړ او لاسنيوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ‌مرستې چې په هغه کې شپږ ډوله بېلابېل خوراکي توکي شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د‌ مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس محترم مفتي عبیدالله حقاني د وزارت د رهبرۍ تر څنګ د يادې مؤسسې له مسؤلينو څخه مننه او قدرداني وکړه چې د دې ځوريدلې او کړيدلې قشر لاسنيوی يې وکړ، نوموړي همداراز  يتيمانو، کونډو او معلولینو ته په راتلونکې کې د لا زياتو مرستو د برابرولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

په کندهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقینو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو کونډو باندې خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

په بلخ ولایت کې له (١١٠ ) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د شهیدانو او معلولینو پر (١١٠) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او عادلانه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۷
Background image

د فراه ولایت والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د فراه ولایت محترم والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له فعالیتونو، کړنو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه ليدنه وکړه، د لیدنې پر مهال د یاد ریاست. . .

BACK TO NEWS