په کابل ولایت کې د (۲۴) مستحقو کورنیو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه مرسته ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۵۱

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنيو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ، د ده‌ سبز او بګرامې ولسوالیو کې، د یتیمانو او کونډو مېرمنو (۲۴) کورنیو ته د شیدو وزې ورکړې، چې هرې کورنۍ د (۲۸۵) ډالرو په ارزښت مرسته ترلاسه کړه.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د پروژو د تطبيق څخه د‌ څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع‌ الله ابوالمختار، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست استازو او د یادې مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۶
Background image

په کندهار ولایت کې پر (۵۰۰) مستحقو کورنيو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو رياست د ژمي موسم په رانږدې کيدو سره د شهیدانو او معلولینو کورنیو د لاسنیوي په موخه، د يوې خيريه مؤسسې په همکارۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۵۰۰) مستحق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۵
Background image

په لوګر ولایت کې (۱۰۲) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د ستونزو راکمولو په موخه د احساس خیریه مؤسسې په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۱۰۲) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنیوی او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو. . .

BACK TO NEWS