په هلمند ولايت کې پر (۴۸۰) مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې
د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په مرکز لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ اړوند پر (۴۸۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې او ځینې نور خوراکي توکي شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو ریاست او د خیریه مؤسسې مسؤلينو هم شتون درلود.
