په نیمروز ولایت کې څه باندې (۲) میلیونه او (۸۰۰) زره افغانۍ پر مستحقو کسانو ووېشل شوې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۳

د نیمروز ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالمنان محمود د ژور احساس او د مدبرانه نوښت له مخې د ژمي له رارسېدو سره سم، د شهیدانو وارثینو، معلولینو او یتیمانو ته د نقدي مرستو د وېش یو پروګرام پیل شو، چې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو رياست سره په همغږۍ د شهیدانو پر (۲۷۸) مستحقو کورنيو او پر (۱۱۰) تنو معلولینو باندې (۲) میلیونه، (۶۵۴) زره او (۴۰۰) افغانۍ په منظم او عادلانه ډول ووېشل شوې.

همداراز د دلارام ولسوالۍ اړوند د حضرت سيد الشهداء حمزه  رضي الله عنه دارالایتام پر (۲۸۵) تنو مستحقو یتیمانو سره هم د (۲) لکه افغانيو نغدي مرسته ترسره شوه.

د مرستو د وېش پر مهال د نیمروز ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالمنان محمود د شهیدانو او معلولینو د ارزښتناکو قربانيو يادونه وکړه او زياته يې کړه د شهیدانو وارثین، معلولین او یتیمان زموږ د ټولنې هغه سپېڅلي او درانه قشرونه دي چې د هېواد د ازادۍ، عزت او تلپاتې امنیت په لاره کې یې سترې قربانۍ ورکړي دي. د هغوی پالنه، لاسنیوی او درناوی زموږ دیني، انساني او ملي وجیبه ده او ډاډ یې ورکړ چې د مرستو دا لړۍ به، د الله تعالی جل جلاله په توفیق، په منظم او دوامداره ډول روانه وي.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي میراحمد منیر د مرستو د وېش په بهیر کې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او له ټولو شتمنو هېوادوالو او خیریه بنسټونو یې وغوښتل چې په دې ساړه ژمي کې د یتیمانو، معلولینو او د شهیدانو د وارثینو لاسنیوی وکړي، څو وکولای شي د ژوند ستونزو سره په ښه توګه مقابله وکړي او دا نېک او خیرخواهانه عمل به، بې‌ له شکه، د دنیا د سوکالۍ او د آخرت د نجات سبب وګرځي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۲۵
Background image

د کابل ولایت اړوند پر (۳۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو وېش

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي سوداګر په مالي همکارۍ په (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولينو او اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشلې.

په یادو مرستو کې چې اوړه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هندز نړیوالې (MHI) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو ورځنیو اړتیاوو ته د رسیدګۍ په موخه، د مسلم هند‌ز نړیوالې (MHI) مؤسسې سره د (۱۱) زره او (۴۳۲) ډالرو په ارزښت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

کابل ولایت اړوند پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په مالي همکارۍ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق ته (۵۰۰۰) افغانۍ ورکړل. . .

BACK TO NEWS