په لوګر ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۹:۱۱
mmd

د لوګر ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مستحقو کسانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې اته (۸) ډوله خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او نور مواد شامل وو، په منظم ډول ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د لوګر ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي نیازمحمد هجرت او د مرستندويه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS