په لوګر ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳۸

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې دوه بوری اوړه، درې بوتله غوړي، وریجې، نور خوراکي مواد، د حفظ الصحې توکي او قرطاسیه باب شامل وو، په شفاف او منظم ډول پر مستحقو کسانو باندې ووېشل شول.

د یادونې وړ ده چې د مرستو د وېش پر مهال د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو او د خیریه بنسټ استازو شتون درلود او د مرستو د وېش له بهیر څخه یې نظارت ترسره کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د مجردو شهیدانو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ يو پلاوي زنخان او واعظ ولسواليو ته د سفرونو په ترڅ کې د مجردو شهیدانو کورنیو سره ليدنه وکړه، د هغوی احوال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۴۲
Background image

د پکتیکا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د ياد ولايت د ډيلي ولسوالی ته سفر ترسره کړ

د پکتیکا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج  په مشرۍ يوه پلاوي د پکتیکا ولایت ولسواليو ته د سفرونو دلړۍپه ترڅ کې د ډيلي  ولسوالي ته سفر ترسره کړ دمجردو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۴۵
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وريجې، غوړي او ځینې نور. . .

BACK TO NEWS