په غزني ولایت کې د شهیدانو او معلولینو له کورنيو (۱۰۸) تنه کسان د فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۵۵
mmd

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د‌ (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو له کورنيو څخه (۱۰۸) تنو مستحقو کسانو ته د‌ موبایل  ترمیم، خياطۍ او په نورو برخو کې د فني او حرفوي زده کړو شپږ مياشتنی پروګرام پیل کړی وو، چې فارغ شویو کسانو ته نن د‌ يوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ورکړل شول.

په یاده غونډه کې د‌ غزني ولایت د‌ شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش، د یاد ولایت د ځینو ریاستونو استازو او د ( HHRD) خیریه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.

په دې غونډه کې محترم ملا عبدالحکیم دانش د فني او حرفوي زده‌کړو له فارغ شویو یتیمانو او معلولینو څخه غوښتنه وکړه چې د خپل عاید د زیاتوالي او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کيدو لپاره په بازار کې خپل کسب ته دوام ورکړي، تر څو په خپل کسب کې یې مهارت زیات او هم د خپلو کورنیو لپاره عاید او د ټولنې لپاره خدمت وکړي.

د یادونې وړ ده چې فارغ شویو کسانو ته‌ د کار پیل کولو په موخه د حرفې اړوند وسايل هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS