په تخار ولایت کې (٨٠) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو ویلچرونه ترلاسه کړل

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۱:۵۲
mmd

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۸۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل، د دې سربېره هر مستحق معلول سره د لارې کرایې په موخه یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر د مرستو د وېش پر مهال د مرستندویه مؤسسې له مسؤلینو څخه یې معلولینو ته د ویلچرونو د وېش په پار مننه وکړه او پر نورو خیریه بنسټونو یې هم غږ وکړ چې د دې ریاست سره په همغږۍ د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره لازیاتې مرستې برابرې کړي تر څو په سمه توګه د هغوی لاسنیوی او ملاتړ وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

BACK TO NEWS