د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۸:۵۳

د مراجعینو چارو ته د لا ښې رسیدګي او د منظمو خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو محترم رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، چې پکې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ، د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د کور په کور سروې د ترسره کېدو پر څرنګوالي بحث وشو او کارکوونکو ته په دې برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې شوې.

همداراز، د شهیدانو کورنیو او معلولینو د غوښتنو او ستونزو د اغېزمن حل لپاره پر لا زیاتو هڅو او جدي پاملرنې ټینګار وشو، څو یادو قشرونو ته پر وخت او مناسب خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې د (۵۰) یتیمانو او معلولینو کورنیو سره مرستې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د (HHRD) مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولایت په لعل پورې ولسوالۍ کې (۵۰) مستحقو کونډو، یتیمانو، معلولینو او نوو راستنو شویو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج ملا صدوخان حق شناس په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د ریاست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره د د لمریزې برېښنا سیسټم فعاله شو

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د برېښنا اړتیا د پوره کولو په موخه، د (۱۸۵) زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا یو بشپړ سیستم نصب او فعال شو، په دې سیستم کې د (۱۵). . .

BACK TO NEWS