د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اجراآتو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۲۹

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د تطبیقي پلانونو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا اهل الله حنفي په مشرۍ یو پلاوي چې د ياد هيٸت په ترکيب کې د مرکزي او ولايتي راپورونو‌ د تحليل او توحيد آمر محترم مولانا نورالدين صاحب زاده، د ولايتي پلانونو له تطبيق څخه د څارنې او ارزونې عمومي مدير محترم سليم ګل شمشاد او د ګزارشاتو د تحليل او توحيد مسلکي غړی محترم محمد خليل کريمي شامل وو، د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه یې هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

د ارزونې په ترڅ کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه، د میاشتني نغدي مساعدتونو وېش او اداري چارې له نږدې و ارزول شوې، شته نیمګړتیاوې او ستونزې په نښه او د حل په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

په کندهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقینو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو کونډو باندې خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

په بلخ ولایت کې له (١١٠ ) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د شهیدانو او معلولینو پر (١١٠) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او عادلانه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۷
Background image

د فراه ولایت والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د فراه ولایت محترم والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له فعالیتونو، کړنو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه ليدنه وکړه، د لیدنې پر مهال د یاد ریاست. . .

BACK TO NEWS