د کابل ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې سلګونه یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمني توکي ووېشل شول

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۰:۳۸
mmd

د کابل ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د ZAF خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۳۴۶) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د سوند توکي او کمپلې ووېشلې په دې ترتیب هر مستحق (۴۲۰) کیلوګرامه د سوند لرګي (۲۱۰) کیلو ګرامه د ډبرو سکاره او کمپلې ترلاسه کړې.

د مرستو د وېش پر مهال د کابل ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم قاري شمس الامین زهیر، د وزارت د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب عبیده، د (ZFA) خیریه مؤسسې رئیس محترم ډاکټر حمیدالدین یولداش، د څارنې او ارزونې رياست استازي محترم محمد فاروق ځلاند او یو شمېر نورو کارکوونکو شتون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (IHH) مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنېو اړیکو او تقنین ریاست او د (IHH) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو چې موخه یې د یتیمانو لپاره د ښه ژوند فرصتونو برابرول او د هغوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۹:۱۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د نصیر خیریه بنسټ ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره د (۷۷۹) زره او (۷۶۰) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کابل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۹:۷
Background image

په پروان ولايت کې د‌ شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم علي جان محمدي یې. . .

BACK TO NEWS