د ننګرهار ولايت د شهيدانو د ورثې او معلولينو د اسنادو او وثیقو د څېړنې بهیر به ژر بشپړ شي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۹:۲۷
mmd

د ننګرهار ولايت د شهيدانو د ورثې او معلولينو د اسنادو او وثیقو د څېړنې بهیر به ژر بشپړ شي

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي نبي الله باز، د شهيدانو ورثې او معلولينو سره وکتل.

ښاغلي نبي الله باز د ننګرهار د شهیدانو د ورثې او معلولینو په استازيتوب د ننګرهار ولايت د نظامي او ملکي شهيدانو ورثې او معلولينو ته پر وخت د حقوقو د ورکړې، نویو تثبیت شویو معلولینو او شهیدانو ورثې د بانکي سازۍ، د اسنادو او وثیقو د څېړنې بهیر ژر بشپړولو او برېښنایي تذکرو ورکړې برخه کې پر چټکتیا ټینګار وکړ.

د یاد ولایت د شهيدانو ورثې او معلولينو استازو وړاندیز وکړ چې د نورو چارو تر څنګ باید حکومت د سولې په روان بهير کې هم دوی له پامه ونه غورځوي او ونډه یې هېره نه کړي.

ښاغلي آريوبي د ننګرهار د شهيدانو ورثې او معلولينو استازو نه مننه وکړه، وويل: مسولینو ته یې لارښوونه کړې چې د دې ولايت د شهيدانو د ورثې او معلولينو د اسنادو او وثیقو څیړنه ژر بشپړه کړي.

ښاغلي آریوبي د برېښنایي تذکرو د ورکړې بهیر چټکول مهم وګڼل او د سولې په پروسه کې د معلولینو په ګډون یې تاکید وکړ، وویل چې یاد قشر د جګړې اصلي قرباني دی باید غوښتنو، وړاندیزونو او نظرونو ته یې رسیدګي وشي. زیاته یې کړه چې د یادو مسایلو په اړه یې د معلوماتو او مرکزي احصایې ملي ادارې او د سولې وزارت مسولینو سره ناستې کړي دي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS